د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې روسیه په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه د یو میلیون امریکایي ډالرو مرسته کوي.
د کابل ښاروالي وايي چې د ښار ۲۲مې ناحیې اړوند د قلعهمحسن سیمه کې د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هرات کې یې ۵۰۰ قلمه تاريخي اثار کشف او ترلاسه کړي دي.
د افغانستان بانک وايي چې سبا (د وري ۷مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د هایډرولوژي څانګې د معلوماتو له مخې، تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د اوبو سرچینې د اقلیمې بدلونونو له امله له خطر سره مخ شوې دي او دغه راز په تېرو پنځو کالونو کې کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په منځني ډول ۱۵ متره ټېټه شوې ده.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ځانمرګي برید غندلو ترڅنګ ډاډ ورکوي چې عاملین به یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې کابل ولایت کې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۱ چکډېمونو جوړېدو چارې پیل شوې.
د امریکا کانګرس مشرانو او سپینې ماڼۍ افغانانو ته د کډوالۍ د ۱۲ زره نورو ځانګړو وېزو د ورکړې په اړه هوکړه کړې ده.
کابل ښاروالي د څلورمې ناحیې د لومړي ګذر په تایمني سیمه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه تفریحي پارک جوړولو خبر ورکړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره لري او نه غواړي له هيڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې وي.
د افغانستان عدليې وزارت وايي چې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې دهکیپک سیمه کې ۵۵۵.۶۲۸ جریب دولتي ځمکه د عمومي هدیرې لپاره ځانګړې شوې ده.
افغانستان لپاره د ایټالیا ځانګړی استازی اوددغه هېواد شارزدافیره وایي، غواړي په کابل کې د خپل سفرت فعالیتنه پراخه کړي.