د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل هوايي برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې دغه برید له ډيپلوماتيکو نورمونو ښکاره سرغړونه ده او په سيمه کې د ناامنۍ پراختيا لپاره پاروونکی اقدام دی.
د افغانستان ستره محکمه وايي چې د خوست د لومړۍ ښاري محکمې د عامه امنیت دیوان د حکم پر اساس شپږو کسانو ته چې د خلکو په تېر ایستلو تورن وو، تعزیري جزا ورکړل شوې ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د لرغون پېژندنې رياست مسلکي پلاوي بلخ او جوزجان ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د قوشتېپې کانال پر مسير د سروې پر مهال ۵۸ لرغونې سيمې تثبیت کړې دي.
د افغانستان بانک سبا (د وري ۱۴مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۸ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د م.م د بشري مرستو همغږۍ کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او دغه راز له ۵۴۰ څخه ډېر کورونه یې سخت زیانمن کړي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې پر نشهيي توکو روږدي ۱۹ زره کسان راټول کړي، ۳۹۴۱ سپکې او درنې وسلې ترلاسه یې کړې او ۳۶۴۵ هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
په کابل کې د ناروې سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د ا.ا د مخالفینو ملاتړ نه کوي او له اروپايي ټولنې او م.م سره په ګډه کار کوي چې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې په بڼه د اسلامي مالي خدمتونو ۷۰ میلیون افغانیو د ورکړې طرحه ومنل شوه.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال وايي، د رسنيزو سرغړونو په صورت کې يوازې یاد وزارت د مداخلې حق لري او په وینا یې نور ارګانونه باید مستقيمه مداخله ونه کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت له افغانستان سره د ۱۵ میلیون یورو مرسته کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې د سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې دې د شته ستونزو هواري لپاره ګډ او مخلصانه اقدامات وشي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ويلي چې په اوسنیو شرایطو کې له پاکستانه د افغانانو ايستل د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې کړی چې باید له کډوالو سیاسي ګټه وا نهخیستل شي.