کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): په کابل کې د ناروې سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د ا.ا د مخالفینو ملاتړ نه کوي او له اروپايي ټولنې او م.م سره په ګډه کار کوي چې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په کابل کې د ناروې له سفير پاول کلومن بېکین او مل پلاوي سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې سفیر د افغانستان او ناروې اړیکو ته په اشاره وویل، دغه هېواد له اسلامي امارت سره ښې او اوږدې اړیکې لري.

د یاد هېواد سفیر وویل، په افغانستان کې د داعش په ګډون یو شمېر ډلې ځپل شوې او پخوانی ځواک یې له لاسه ورکړی دی.

د ناروې سفير له پاکستانه د افغانانو ایستل د اندېښنې وړ وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې د کابل او اسلاماباد په اړیکو کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.

هغه دغه راز وویل، دا چې تر اوسه نړۍ د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، دا د دواړو په ګټه نه دی او زیاته یې کړه، په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

د ناروې سفیر زیاته کړه، دوی د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي او په خبره یې، ناروې له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.

خبرپاڼې کې د جزئیاتو له ورکولو پرته د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له قوله لیکل شوي: «د ځينو لورو له خوا چې کله ناکله د امنیتي پېښو پړه پر اسلامي امارت وراچول کېږي، له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري، غوره به وي چې هېوادونه خپل داخلي مسایل حل کړي او خپل امنیت وساتي.»

مولوي عبدالکبیر دغه راز زیاته کړه، اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.

سیاسي مرستیال د چاپېریالساتنې برخه کې وویل، افغانستان د اوبو مدیریت او ځنګلونو رغونې برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.