د کابل امنیې قوماندانۍ د کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړی چې په اختر کې دې د پټاکیو له چوولو، هوايي ډزو او پلاستیکي ټوپک او تومانچو له پلور، پېر او استعماله ډډه وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال، د رسنیو مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي، اوس اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پياوړتیا ته کار وکړي.
د افغانستان د کور او ښار جورړلو وزارت وايي چې په کابل کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو په موخه خاک جبار، استالف، چهاراسیاب او د پغمان په ارغندۍ کې ټرانسپورټي ترمینلونه جوړېږي.
رسنیو د موزمبیق چاوراکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمالي ساحل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۹۱ کسان مړه شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، کابل کې د ۷۱ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د نیلهباغ استوګنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې په سیمه او نړۍ کې ځینو کړیو په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی او په وینا یې، هيڅوک باید د دې ډلې قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.
د کابل ښاروالۍ وايي چې د ښار شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه احمدخان سیمه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې څه باندې ۸۰۰۰ کروندګر او مالداران روزي.
د ا.ا مشر وايي، د خپلې اسلامي او شرعي تګلارې له مخې له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي او غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت ارادې ته دې د شک په سترګه نه کتل کېږي.
د رياستالوزرا سياسي مرستيال د ترکي خیریه بنسټونو مسوولینو او استازو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو د ټینګار سربېره له افغانانو سره د یاد هېواد مرستې مهمې وبللې.
د افغانستان بانک وايي، خلکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه د روژې میاشتې له ۲۵مې، د کوچني اختر تر ورځې د جمعې ورځې په ګډون یې د کاري ساعتونو موده وغځوله.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې جاپان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه.