ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د نیله‌باغ استوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل کې د نیله‌باغ استوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
7 Apr 2024 - 15:58
کابل کې د نیله‌باغ استوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
7 Apr 2024 - 15:58

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، کابل کې د ۷۱ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د نیله‌باغ استوګنیزې پروژې چارې پیل شوې.

د نیله‌باغ استوګنې پروژه د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دارالامان سیمه کې په ۲۱ هکټاره ځمکه کې جوړیږي او د یادې پروژې تړون په ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشت کې د پخواني حکومت پر مهال لاسلیک شوی و، خو په افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدا له ویرې او د ځینو امنیتي ستونزو له امله د چین دولت له لوري د ۲۰۲۱ کال کې د یادې پروژې چارې وځنډول شوې.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د دولت ملکي کارکوونکي ته په دغه سیمه کې د اوسېدو کورونه ورکړل شي.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کابل ښار کې د نیله‌باغ استوګنیزه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته جوړېږي چې شاوخوا ۷۱ میلیون امریکايي ډالره لګښت ورباندي راځي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه کې ۱۴۰۰ استوګنیز کورونه په ۵۶ بلاکونو کې په نظر کې نیول شوي چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر څارنې لاندې به یې د جوړېدو چارې د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د چارو پيل د هېواد ابادۍ برخه کې مهم پرمختګ بللی دی.

هغه ویلي: «اسلامي امارت د نورو زېربناوو ترڅنګ د ودانیزو پروژو پلي کېدو برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي چې د نوي کابل د لمړي فاز دویمه برخه او یو شمېر نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو.»

هغه د افغانستان اوسنی وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب بللي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ سکټورونو ترڅنګ د ودانیزو پروژو برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

نوموړي له چینايي چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي په توګه د سیمه‌ییز اتصال په څېر مهمو مسایلو کې هم په ګډه او همغږې توګه کار وکړي.

هغه دغه راز، له کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې پلازمېنه کې د تعمیراتي چارو ستونزو ته رسېدنه وکړي او اجازه ورکړي چې ودانیز کارونه پیل شي، څو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.