Language

پزشکیان: ایران به تر فشار، ګواښ او محاصرې لاندې جبري خبرو ته حاضر نه شي

کابل (پژواک، ۶ ثور ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې تهران به له امریکا سره تر فشار، ګواښ او محاصرې لاندې «جبري مذاکراتو» ته داخل نه شي.
د ایسنا خبري اژانس نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ترمنځ ټیلیفوني خبرې کړي دي.
پزشکیان ټینګار کړی: «تر هغه وخته چې د امریکا خصمانه اقدامات او عملي فشارونه بند نه شي، د باور بیا رغونه او د خبرو اترو په بهیر کې پرمختګ به له ستونزو سره مخ وي.»
د هغه په وینا، د ګډ لید ترلاسه کول او د اغېزمنو خبرو لپاره د لازمو شرایطو برابرول، د روانو ستونزو د حل په بهیر کې د هر ډول پرمختګ مخکینی شرط دی.
هغه د امریکا وروستیو اقداماتو او د ایران سمندري محاصرې ته په اشارې سره ویلي چې دا د باور جوړونې او د ډیپلوماسۍ د پرمخ وړلو پر وړاندې جدي خنډ دی.
پزشکیان زیاته کړې: «په داسې حال کې چې له یوې خوا د خبرو او مذاکراتو په اړه پیغامونه ورکول کېږي، له بلې خوا د سمندري محاصرې زیاتوالی او د عملي فشارونو دوام، په عمل کې د متقابل باور د رامنځته کېدو فضا زیانمنوي.»
د ایران ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د جګړې پیل کوونکی نه دی او هېڅکله په سیمه کې د ناامنۍ د پراخېدو غوښتونکی نه دی.
په همدې حال کې، شهباز شریف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د هغه او مسعود پزشکیان خبرې «ګټورې» وې.