د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې تهران به له امریکا سره تر فشار، ګواښ او محاصرې لاندې «جبري مذاکراتو» ته داخل نه شي.
د ایسنا خبري اژانس نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ترمنځ ټیلیفوني خبرې کړي دي.