Language

د لبنان سوېل کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د لبنان په سوېل کې د اسرائیل هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د یاد مطلب په بیانولو سره لیکلي چې په وژل شوو کې دوه ماشومان او دوه ښځې هم شامل دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د اسرائیلو پوځ له «حایل سیمې» بهر د اوو ښارونو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې خپل ځایونه پرېږدي.

سرچینه لیکي، سره له دې چې اوربند اعلان شوی، خو د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ نښتې په بشپړه توګه نه دي درېدلې.

اسرائیل حزب‌الله د اوربند پر ماتولو تورن کړی او ویلي یې دي چې د ګواښونو پر وړاندې به اقدام وکړي. په مقابل کې، حزب‌الله ټینګار کړی، تر هغه وخته چې اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، دا ډله به هم خپل بریدونه ونه دروي.

ویل کېږي، دغه اوربند د متحده ایالتونو په منځګړیتوب د اپرېل له ۱۶مې پیل شوی او د مې میاشتې تر نیمايي پورې غځول شوی، خو که څه هم نښتې یو څه کمې شوې، بیا هم د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو تبادله روانه ده.