Language

کندهار کې د زونونو په کچه د معلولینو لوبډلو ترمنځ شل‌اوریزې سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په کندهار کې نن د زونونو په کچه د معلولینو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د «نجیب‌الله تره‌کي» په نوم د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ ۱۵م پړاو د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ نن د کندهار په لوبغالي کې پیل شوې.

سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې د هېودا د پنځو زونونو منتخبې لوبډلې برخه لري.

خبرپاڼه کې راغلي، یادې سیالۍ به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې پورې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې دوام ولري.

کرکټ بورډ ویلي، دا په روان کال کې لومړی ځل دی چې د زونونو په کچه د نجیب‌الله تره‌کي معلولینو شل‌اوریزې لوبې ترسره کېږي.