کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): کابل کې د جاپان سفیر وایي، هېواد یې د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنې لپاره کار پیل کړی او ډېر ژر به جاپاني لرغونپوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي په کابل کې د جاپان له سفیر «تکه يوشي کيورومي» سره په کابل کې په ملي موزیم کې لیدلي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د جاپان سفیر ویلي چې د افغانستان کلتوري ارزښتونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې: «موږ د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره عملاً کار شروع کړی او ډېر ژر به جاپاني لرغونپوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.»
سرچینې لیکلي، د هنر او کلتور مرستیال په دغه لیدنه کې ویلي چې جاپان تل د افغانستان د کلتوري بنسټونو د غښتلتیا لپاره کار کړی دی.
هغه دغه راز ویلي، د کابل په ملي موزیم کې د بېلابېلو مذهبونو او دورو اثار خوندي دي، خو شته امکانات د اثارو د خوندیتوب لپاره بسنه نه کوي.
نوموړي د جاپان له سفیر څخه د ملي موزیم لپاره د نوې ودانۍ، د مجهز لابراتوار، د اثارو لپاره د ډېپوګانو او د نندارې لپاره د سالونونو جوړولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې د دې لیدنې پرمهال د ملي موزیم رییس مولوي صبغتالله عابد ټینګار وکړ چې دغه موزیم د جاپان دوستانه مرستو ته اړتیا لري، څو دغه تاریخي بنسټ له هر اړخه مجهز شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي موزیم د ارشیف امر یحیی محبزاده د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي میاشت په ۲۸مه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي وو چې په ۱۳۸۰ لمریز کال کې ملي موزیم کې د اثارو د ثبت ډېتابېس جوړ شو او تر اوسه ۵۱۷۴۲ بېلابېل تاریخي اثار په دغه ډېتابېس کې ثبت شوي او دا لړۍ روانه ده.
د افغانستان ملي موزیم په ۱۲۹۷ لمریز کال کې د کابل ښار په باغبالا سیمه کې جوړ شو، په ١٣٠٣ لمريز کال کې د ارګ باغچې کوټي قصر او په ١٣٠٩ کال کې د همدغه ښار دارالامان سیمې ته ولېږدول شو.