د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، که د دوحې ناسته کې د ا.ا او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو زمینه برابرېږي، یو ښه فرصت دی.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د روان لمریز کال په اوږدو کې ۸۳۵ ټنه تاریخ تېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل راټول کړي او له منځه وړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ناورې له شارژدافیر سره لیدنه کې ویلي چې د ټولو ستونزو حل په خبرو او تفاهم سره ممکن دی او هېوادونه له دې لارې کولای شي له يو بل سره اړيکې ولري.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغانستان او ایران سرحدي امنیتي مسوولینو د هرات اسلامکلا بندر کې د سرحدي مسایلو، دوه اړخيزو همکاریو او پهدې برخه کې د شته ستونزو هواري په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سلواغې ۲۶مه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د مذاکراتو لومړی پړاو غونډه ترسره شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې پر شمال او جنوب د اسرائیلو بریدونه د غندلو ترڅنګ د دغو بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت چارواکي د بانکونو ټولو سهملرونکو ته د ستونزو په هواري کې د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ وايي چې د افغانستان بانکي سکټور له بحراني وضعیته وتلی او د پرمختګ پر لور روان دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي سره د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو او پراختیا خبرې وکړې.
د افغانستان د ټولو ګمرکونو د لا ښه کنټرول او څارنې په موخه د یوې ځانګړې او په پرمختللو وسایلو سمبال کنټرول خونې جوړولو چارې د ۱۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، هغه دوهنیم میلیونه افغانان چې په تېرو دوو کالونو کې هېواد ته راستانه شوي سرپناه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون وجهي صندوق په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره ۳،۸ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.