د کابل ښاروالۍ وايي چې په تورخم کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت له پاکستانه افغانستان ته د بېرته راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د عمري پنډغالي د احاطې جوړولو چارې بشپړې شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندلي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کابل کې د ايران سفارت له مرستيال او کلتورې اتشې سره په لیدنه کې ویلي چې له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراخول غواړي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي د ریاستالوزار له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دوحې په ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.
کابل کې د چین سفیر د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي او د تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړونې برخه کې همکارۍ چمتو دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه خبرې کړې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست کابل کې د جاپان له سفیر غوښتي چې له نړۍوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک او د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، اقتصادي کمېسیون د افغانستان په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د لګولو طرحه د شاوخوا ۸ میلیارد افغانیو په پانګونې منظوره کړه.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د یو میلیارد او ۴۸۱ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کابل سروبي ولسوالۍ کې د دوه میلیون او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اتو کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې او د شپږو نورو پروژو کارونه پیل شول.
رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه جومات او د فلسطینیانو پر کورونو هوایي بریدونه کړي چې پایله کې یې ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې د چیلي هېواد مرکزي او سوېلي برخو ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۱۲ تنو ته رسېدلی او په سلګونو نور لادرکه دي.