د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره د دوه اړخیزو ځمکنیو او هوايي ترانسپورټي اړیکو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او له چابهار بندره د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې دي.
د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ته د رېل پټلۍ اړوند د ازبکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ «افغان-ټرانس» ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له یوه دولتي او څلورو خصوصي بنسټونو سره د یو میلیون او ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان بانک سبا (دو شنبه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د «ژینګ ژن» په نوم یوې چیني کمپنۍ په افغانستان کې د نفتو یوې معیاري کارخونې جوړولو او کاني زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د نړۍوال بانک راپور هغه برخې چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دي، ستایي او هغه برخې چې له عیني واقعیتونو لرې دي ردوي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې پر غزه د اسرائیل بریدونو له پیله راهیسې د اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۷ زره ماشومانو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې دي.
یو شمېر چیني پانګوالو د ریاستالوزرا دفتر له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د کانونو استخراج او سمنټو تولید فابریکو جوړولو برخو کې پانګونه کوي او رختونو تولید برخه کې به افغان کارګر وروزي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست له یوه ازبکستان پلاوي سره د سرحدي مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خصوصي سکټور سره د دوه میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو لګولو او د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو طرحې تایید کړې.