د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د نباتي غوړیو له اړخه د ځان بسیاینې طرحه په پرنسیپ کې تایید کړه او پرېکړه یې وکړه چې د نوري فایبر نوو متقاضیانو ته جوازونو ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» غونډه کې وویل، اسلامي امارت د نورو هېوادونو حکومتولۍ جوړښتونو ته درناوی لري او له نورو هم تمه لري چې د اسلامي امارت حکومتولۍ جوړښت ته درناوی وکړي.
کابل کې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» تر عنوان لاندې غونډه پیل شوه.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړ او په نیږدې راتلونکې کې به یې پرانیسته ترسره شي
د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له افغانستانه یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارد افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زره او ۱۹۰ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر وروستۍ څرګندونې د دغه هېواد د چارواکو بېکفایتي بولي او وايي چې دا ډول څرګندونې په حقیقت کې د یوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوي په معنا دي.
د ملکرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۲ میلیون امریکايي دالر مرسته اعلان کړه.
اقتصادي کمېسیون د حقالعبور په بدل کې د کابل – جلالاباد د دویم سړک جوړولو پروژه، د کابل په ختیځ کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس جوړولو طرحه او د مازادو غنمو او مرکزي سیلو شرکت له لورې د خوراکي غنمو د پېرلو تګلاره تایید کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي، نوره اړتیا نشته چې د جیولوجي او کانونو برخې لوستي افغان ځوانان نورو هېوادونه ته د کار لپاره ولاړ شي؛ ځکه دغه وزارت د کار زمینه ورته برابروي.
د افغانستان بانک سبا چهارشنبه د سلواغې په څلورمه ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
کابینې د ریاستالوزراء اداري معاونيت ته دنده سپارلې څو اړوندې ادارې وهڅوي چې د قوشتېپې کانال چارې چټکې او په کور دننه او بهر د افغان سوداګرو لپاره نورې اسانتياوې برابرې کړي.