د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران هوایي شرکت «یزد ایر» خپله لومړۍ الوتنه له تهرانه کابل ته ترسره کړه.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۹۷۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
هند له افغان کرونګرو سره د ملخانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰ زره لېټره د ملاتیون کیمیاوي درملو مرسته وکړه.
د افغانستان بانک سبا د سلواغې په دویمه نېټه ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې ۳۱۹ افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي او پر دواړو ګاونډیو هېوادونو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي.
حسن کاظمي قُمي، خراسان داعش د افغانستان د نا امنه کولو لپاره د امریکا له کړنلارو بولي او وایي چې د سیمې مهمو لوبغاړو له کابل سره د تعامل لپاره د سیمهییزو همکاریو پر یوې مثبتې تګلارې هوکړه کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیرې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره د افغانستان لپاره دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.
پوهنې وزارت په نصاب کې د بدلون لړۍ تر شپږم ټولګي بشپړه کړې او وایي چې د دغو ټولګیو له نصابه یې هغه محتوا او کتابونه لرې کړي چې له «اسلامي شعایرو او افغاني کلتور» سره په ټکر کې وو.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۱۸ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو درلودو له امله وځنډول شو.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، لوګر کې د نږدې ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اووه چکډیمونو جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند دشتبرچي سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته نن مازیګر مهال شاوخوا درې بجې د لاسي بم چاودنې کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.