کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۱۸ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو درلودو له امله وځنډول شو.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت یادې څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.

سرچينې لیکلي چې د یادې پروسې پر مهال د ۲۸۳ موټرو تخنیکي وضعیت څارل شوی چې له ډلې یې د ۱۳ موټرو اصلاح وشوه او د ۱۸ نورو ترانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو تر حل پورې وځنډول شو.

د سرچینې معلوماتو له مخې، د مسافروړونکو موټرو تخنيکي چک پروسه په دوامدار ډول روانه ده او کوم موټر چې په ترانسپورټي معیارونو برابر نه وي، د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د روانې مرغومي میاشتې په ۱۴مه هم د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۳۳ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله ځنډولی و.