د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان ته باید په جګړه کې د ښکېل هېواد په نظر ونه کتل شي او په وینا یې د اضافي ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نشته ده.
ستره محکمه وايي، د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان له خوا څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم ۳۵ـ ۳۵ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت، له څلورو کورنیو شرکتونو سره د څه باندې ۱۰.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت درېیو ولایتونو کې د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسليک کړل.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د عربي متحده اماراتو هوایي شرکت «ايرالعربيه» کابل ته الوتنې پيل کړې.
د پاسپورټ عمومي ریاست د کاغذي غوښتنلیکونو له لارې په کابل کې د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل کړه او وایي چې خلک له دې لارې کولای شي په یوه اونۍ کې پاسپورټ ترلاسه کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا لس میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظور شوې چې په پلې کېدو به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
سویسي رسنیو راپور ورکړی، یاد هېواد په پام کې لري چې د راتلونکي کال په دوبي کې کابل کې د بشري مرستو دفتر بیا پرانیزي.
کابل کې د ایران سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ويلي، هېواد یې د ا.ا له مخالفینو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي چې افغانستان د سیمهییزې همکارۍ برخه وګرځي.
د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې دشت برچي سیمه کې په یو کاسټر موټر کې د پرونۍ چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
افغانستان کې د وړم کال له سیاسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره ۱۲۰ کسان د عدلیې وزارت د دفاع وکالت له ستاژ دورې فارغ شول.
د پاکستان او افغانستان د سرحدونو مدیریت کمېټې هوکړه کړې چې د تورخم بندر له لارې د دواړو لورو باروړونکو موټرو د تګ راتګ کچه په ورځ کې له ۶۰۰ څخه ۹۰۰ ته لوړه کړي.
کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، کابل کې د ا.ا ځواکونو له لوري د «بېحجابۍ» په تور د ښځو نیول د هغوی د حقونو د نقضولو څرګندونه کوي.