کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): کابل کې د ایران سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ويلي، هېواد یې د ا.ا له مخالفینو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي چې افغانستان د سیمهییزې همکارۍ برخه وګرځي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي دغه څرګندونې د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وکړې او ویې ویل، هغه ډلې او کړۍ به هيڅکله بریالۍ نه شي چې د ایران او افغانستان ترمنځ مخالفتونو او نفاق ته لمن وهي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ایران سفیر ویلي چې د هېواد بهرنی سیاست یې له اسلامي امارت سره پر همکاریو ولاړ دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا مهال د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شوي دي.

قمي ویلي، ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، برېښنا او کانونو برخو کې تړونونه لري او نورې پانګونې او تخنیکي همکاریو ته هم چمتو دی.

د هغه په وینا، ایران د سیمهییز ګډ ترانزیټ لپاره هڅې کوي چې د سیمې هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا او د سوداګرۍ پراختیا کې به اغېزناک ثابت شي او له دغه فرصته په استفاده به د افغانستان توکي په مستقیم ډول د ترکیې او اروپا بازارونو ته ورسېږي.

د قمي په خبره، ایراني پانګوال له افغان لوري سره د کرنې په سکټور کې ګډ کار ته چمتو دي او که افغانستان د کرنیزو توکو صادرولو جوګه شي نو د دغو توکو لومړی بهرنی بازار به ایران وي.

د خبرپاڼې له مخې، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي چې داعش د یوه ګډ دښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو او د بېګناه خلکو د وژلو هدف لري.

هغه زیاته کړې چې افغانستان له ایران او ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او تحکیم غواړي.

د نوموړي په خبره: «د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده چې له افغانستانه به د ایران په ګډون هیچا ته ګواښ پېښ نه شي او کوښښ کوي چې د سیمې د ثبات او امنیت برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.»

د هغه په وینا، اسلامي امارت د خپل اقتصادمحوره سیاست په پر مخ بیولو سره غواړي افغانستان د سیمې د اقتصادي ثبات او پراختیا د اتصال مرکز په توګه خپل مهم رول ترسره کړي.