د افغانستان د وزلوبې لیګ پنځم پړاو سیالیو کې د سرپل ټيم د سمنګان ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې افغانستان کې د زدهکړو او روغتیايي خدماتو د ملاتړ او معیشتي فرصتونو رامنځته کولو په موخه یې له اسلامي پراختیايي بانک سره درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د سند ایالت له زندانونو د ماشومانو په ګډون ۸۹ افغان کډوال ازاد شوي دي.
د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۳۳ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
د مالیې وزارت وايي، د ا.ا پلاوي او د ایران د مسوولینو ترمنځ هوکړه شوې چې له دې وروسته به په اسلامکلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته درې مقابل ګمرکونو کې سوداګرو ته ۱۶ ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کېږي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ښار کې د تېرې ورځې دوې چاودنې چې د هغه هېواد یو شمېر وګړو ته په کې مرګژوبله واوښته، غندلې دي.
ذبیحاالله مجاهد وايي، د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې به د هېواد پر لویو لارو ۷۶ جوماتونه جوړ شي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ترکمنستان سره یې د وارداتي برېښنا د پېر تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر پایه وغځاوه.
په پاکستان کې د سویس سفارت وایي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره ۴،۲۵ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت مشران باید په ټول توان سره هڅه وکړي چې افغانان د یوه واحد ملت په توګه پر یوه ټغر راټول کړي او د اذهانو پر رغونه کار وکړي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۵ ملي او نړۍوالو موسسو سره د یو میلیارد او ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت ۲۲ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په ترانسپورټي مسایلو د خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.