د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وايي، د رییسالوزراء د حکم له مخې به له دې وروسته کوچنۍ ناستې د لویې جرګې په خېمه کې نه جوړېږي او د محصلینو په درسونو کې به ځنډ نه راځي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له یوه ایراني پلاوی سره په لېدنه کې ویلي، د نجونو تعلیم د دوی حق دی او د هغوی پر مخ د زده کړو دروازو د پرانیستلو په موخه هڅې روانې دي.
یوه خصوصي خیریه بنسټ کابل کې د هغو ۵۰ جوړو د واده ګډ مراسم جوړ کړل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د دغو مراسمو د لګښت توان نه درلود.
د افغانستان لپاره د م.م پخواني استازي تادامیچي یاماموتو ویلي چې له نړۍ سره د ا.ا د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د اقتصادي کمیسیون له خوا موظفې کمېټې د مس عینک پروژې د ژر پیل د نوې طرحې په اړه له قراردادي شرکت سره خبره کوي او په هېواد کې د مازون نفتو تصفیهخونې جوړولو ته پانګوال جذبوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر مرستیال، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې سږ کال ژمی افغانستان کې پر ۱۶ میلیون کسانو بشري مرستې وېشي.
د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو پنځو کانونو تړونونه له پنځو شرکتونو سره لاسلیک شول چې له مخې به یې دغه شرکتونه یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې له افغانستانه د نږدې ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي.
په چین کې د افغانستان سفیر او د هغه هېواد د اسیایي څانګې مشر د «عینک مسو کان» چارو پر پیل ټینګار کړی او افغان سفیر هیله څرګنده کړې چې د «واخان دهلېز» پرانیستل کېدو لپاره هم باید هڅې ګړندۍ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په لګښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه څو په لومړنیو ښوونځیو کې ۲۰۰ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو ښه چاپېریال برابر شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس په مشرۍ یو پلاوی د حیواني روغتیا برخه کې په نړۍوال علمي او ساینسي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.