د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، که نړۍواله ټولنه له بانکي سیسټم بندیزونه لرې او له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي نو د پام وړ اقتصادي پرمختګ به رامنځته شي.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، له دې وروسته به په افغانستان کې دننه د دولتي پوهنتونونو د استادانو د ماسټرۍ او دکتورا لګښت د دغه وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې ناروې کمېټه په لسو ولایتونو کې دوه چکډیمونه او لس سړې خونې جوړوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې او یو شمېر موسسو له استازو سره په لېدنه کې ویلي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره دې د کور جوړولو او کاري فرصتونو په برخو کې مرستې وشي.
د افغانستان ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د افغانستان د پاسپورټ لوی ریاست د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا درېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي خبرونه ردوي او وایي چې د پاسپورټونو وېش په عادي ډول روان دی.
کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، ا.ا ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړۍواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او نړۍوال اړخونه باید د «وسلهوالو جنایتکارانو» د کنټرول په موخه د ا.ا له هڅو ملاتړ وکړي.
د کاناډا کډوالو چارو اداره وایي چې په یوه چارټر الوتنه کې یې له پاکستانه ۳۵۴ نور افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسرائیلو د بیا ځلي پیل شوو بریدونو د درېدو غوښتنه کړې، وایي چې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۲۰۰ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان بانک سرپرست وایي، دغه بانک غواړي د افغانستان بانکي او مالي سکټور په بشپړه توګه اسلامي کړي او له ربا او نورو حرامو کړنو یې پاک کړي.
د افغانستان بانک وایي، ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ اړ دي چې د امریکایي ډالرو انفرادي حسابلرونکو ته په اونۍ کې زر امریکایي ډالر او د افغانۍ انفرادي حسابلرونکو ته په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ ورکړي.