د مالیې وزارت وايي، په بوریو کې د راواردېدونکو وچو شیدو، د تعمیراتي رنګ، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو، د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د تریشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پنبې پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي چې په یوه چارټر الوتنه کې یې له پاکستانه ۲۹۵ نور افغان کډوال دغه هېواد ته یې لېږدولي دي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو له لوري د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د اوبو بند پروژې لومړۍ برخې د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
شپږو ولایتونو کې د صادراتي توکو د پروسس زونونو طرحه تصویب شوې او په کابل کې د داسې زون جوړولو لپاره له فواید عامې وزارته صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د سل جریبه ځمکې لېږدولو چارې پیل شوې دي.
د افغانستان بانک وایي، بلخ ولایت کې یې ۵۳۸ میلیون او ۳۹۱ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو ولایتونو کې له پېرېدونکو څه باندې ۶۹۱ میلیون او ۷۹۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له جرمونو او نشهیي توکو سره د م.م د مبارزې دفتر له استازې سره په لیدنه کې د کرنې میکانیزه کولو برخه کې له مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۴۳ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ د څلور ورځني فرعي کمپاین پر مهال به ۷،۶۸ میلیون ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د افغانستان بانک وایي، بلخ ولایت کې یې ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
کابل، نیمروز او دایکنډي ولایتونو ته نوي والیان او د پکتیکا او میدانوردګو ولایتونو ته نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه دې د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ او نورو هغو حادو مسایلو پر حل تمرکز وکړي چې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لامل کېږي.