یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي په چین کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې له ایرانه وارد شوي ۱۶۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ایرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره یورو مرسته اعلان کړه.
د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي چې دغه هېواد ته یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه ۲۹۱ نور افغان کډوال لېږدولي دي.
کندهار کې د اسلامي امارت مشر د وزیرانو شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، له خلکو سره له زوره کار مه اخلئ چې بیا مقابله درسره کوي او ټولو هېوادوالو ته له توپیر پرته خدمات وړاندې کوئ.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له نادولتي موسسو سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ د درېیو هوکړهلیکونو له لاسلیک کولو خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وایي، دغه سازمان له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره لس میلیون امریکایي ډالره ځانګړي کړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بيبي خدیجةالکبری په نندارتون کې د ۷۸ تړونونو د لاسلیکولو خبر ورکوي او وايي، اسلامي امارت د صنعت ودې لپاره هیڅ ډول هڅې نه سپموي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د پنځه میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هالنډ هېواد ته له سفر وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له شلو ډېر هېوادونو افغانستان کې د درملو تولید او طبي محصولاتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
په کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال په افغانستان کې د یاد هېواد له لوري د یو شمېر رغنیزو پروژو د پيل خبر ورکوي او وایي چې په دغه هېواد کې د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري چې دا مهال نیمګړې پاتې دي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي، د افغانستان اقتصاد د خرابوالي پر لور روان دی خو د دغه هېواد اقتصاد وزارت دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.