د افغانستان بانک وایي، ننګرهار کې یې د ۱۱۸ میلیون او ۸۵۵ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه یې سوځولي دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت اړوند افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون کې د طب، کرنې او انجنیرۍ په برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه پیل شول.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د دغې ټولنې سرپرست د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو سیمو ته مرستو راجلبولو په موخه چین ته تللی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، له پاکستانه ایستل شوو ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د لازمو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکايي ډالروته اړتیا لري.
د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان کې «مشروع نظام» شته او له پاکستانه سره د اړیکو ستونزه نه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې پر یوه روغتون د اسراییلو بریدونه غندلي، د یاد هېواد کړنې یې جنګي جرایم بللي او په ملګرو ملتونو يې غږ کړی چې غزه کې د اسرایيلو د بشر ضد جرمونو مخه ونيسي.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي، ۳۲۵ افغان کډوال يې له پاکستانه کاناډا ته لېږدولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، تېرو شپږو میاشتو کې یې ۲۷۹۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او له هغوی یې ۱۳۶ میله وسلې، ۹۴ موټر او نور توکي تر لاسه کړي دي.
کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ سرپرست وايي، پاکستاني چارواکو اعلان کړی و چې اسنادلرونکي افغانان به نه ځوروي، خو شکایتونه شته چې اوس یې هم نیسي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشي کوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی له پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه اسلاماباد ته روان شو.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېرو شلو ورځو کې څه باندې درې زره افغان کډوال له ترکیې را ایستل شوي دي.