کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت اړوند افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون کې د طب، کرنې او انجنیرۍ په برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه پیل شول.

د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون سرپرست رییس پوهندوی دوکتور رفیعالله عطاء نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، دغه پوهنتون اوسمهال څلور د دوکتوا او اته د ماسټرۍ پروګرامونه لري.

د دغه پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال قاضي محمدادریس اخندزاده هم وویل چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې په دغه پوهنتون کې د اقتصاد او مدیریت، حقوق او سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو په برخو کې د لېسانس تر کچې محصلینو زدهکړې کولې.

هغه زیاتوي، د اسلامي امارت له راتګ سره سم تېر کال دغه پوهنتون خپل فعالیت بیا پیل کړ.

هغه زیاته کړه، اوسمهال دغه پوهنتون څلور پوهنځي لري چې شرعیاتو کې مخکې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام شتون درلود او نن د طب، کرنې او انجنیري برخو کې هم د ماسټرۍ او دوکتورا زدهکړې پیل شوې.

دغو مراسمو کې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم وویل، تخصص په یوه ټولنه کې مهم رول لري او په وینا یې له متخصصینو پرته هېواد پرمختګ نه شي کولای.

د هغه په خبره، عصري او ديني علوم دواړه متخصصينو ته اړتيا لري.

هغه زیاته کړه، اوس اسلامي امارت په هېواد کې دننه د استادانو د علمي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل چې د لوړو زدهکړو وزارت هڅه کوي څو د افغانستان تحصیلي نظام پیاوړی کړي.

افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون چې مخکې د افغانستان امریکایي پوهنتون په نوم یادېدو په ٢٠٠٦ کال په کابل کې فعاليت پيل کړ چې په کې د يو شمېر بهرنيو او کورنيو استادانو له لوري تدریس کېده، خو افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته یې خپل فعاليت بند کړ.

د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم د تېر لمریز کال په لړم میاشت کې د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته د سفر پرمهال له محصلينو سره په ليدنې کې ویلي وو، کابل کې د افغانستان پخواني امريکايي پوهنتون نوم يې افغان نړۍوال پوهنتون ته بدل کړی دى.