ژبه

مالیې وزارت پر اته قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وايي، په بوریو کې د راواردېدونکو وچو شیدو، د تعمیراتي رنګ، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو، د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د تریشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پنبې پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د تعرفې کمېټې په ناسته کې له کورني تولید څخه د ملاتړ او د سوداګرۍ او دولتي عوایدو اصل ته په کتو دغه پرېکړه شوې ده.

په بوریو کې د راواردېدونکو وچو شیدو ګمرکي تعرفه له ۵ څخه ۸ سلنې ته، د تعمیراتي رنګ له ۶،۵ څخه ۱۰ سلنې ته، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو له ۳۰ څخه ۴۰ سلنې ته او د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو ګمرکي تعرفه له ۲۵ څخه ۳۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه راز سرچینه وايي چې د ترکي بخاریو ګمرکي تعرفه له ۲،۵ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته، د تریشر ماشینونو ګمرکي تعرفه له ۱۰ څخه ۱۶ سلنې ته، د مصنوعي پنبې ګمرکي تعرفه له ۲،۵ څخه ۸ سلنې ته لوړه شوې چې دا پرېکړه د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې له ۵مې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پلې کېدو وړ ده.

د کینو موسمي تعرفه چې پخوا ۳۰ سلنه او د مالټې ۲۰ سلنه وه، د لېندۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د کب تر ۳۰مې پورې د دواړو یادو مېوو ګمرکي موسمي تعرفه ۴۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، د مصنوعي او طبیعي پنبې موسمي ګمرکي تعرفه چې معیاد یې د تلې میاشتې له ۱۵مې د لړم میاشتې تر ۲۹مې پورې دی له ۸ سلنې ۱۶ سلنې ته لوړه شوې ده.