ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م: افغانستان کې د کرنې له وزارت سره په همغږۍ پروژې پلې کوو

م.م: افغانستان کې د کرنې له وزارت سره په همغږۍ پروژې پلې کوو

author avatar
27 Nov 2023 - 14:11
م.م: افغانستان کې د کرنې له وزارت سره په همغږۍ پروژې پلې کوو
author avatar
27 Nov 2023 - 14:11

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له جرمونو او نشه‌یي توکو سره د م.م د مبارزې دفتر له استازې سره په لیدنه کې د کرنې میکانیزه کولو برخه کې له مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري افغانستان کې له جرمونو او نشه‌یي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر له استازې مېرمن «عنابه سود» سره کتلي دي.

عمري په دې کتنه کې ویلي: «موږ کولای شو چې د افغانستان د کرنې په برخه کې یو ځنځیري سیسټم په پام کې ونیسو چې په کې ټولې برخې لکه پر ځمکه د اوبو او هوا څېړنه، کرکېله او بازار ته تر وړاندې کولو پورې ټولې چارې په پام کې ونیول شي، څو بزګران د ښو او زیاتو حاصلاتو په تولید سره پر ځان بسیا شي او د خوړو خوندیتوب ترلاسه کړي.»

هغه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د میکانیزې نشتوالي او د میکانیزې د اړتیا په اړه خبرې کړې او زیاته کړې یې ده: «زموږ کروندګر اوس هم هغه وسایل کاروي چې سل کاله وړاندې موجود وو، خو اوس په نړۍ کې ډېر پرمختللي وسایل شته چې په ټيټه بيه د لاسرسي وړ دي او د افغانستان په کرنه کې به ستر بدلون راولي، نو له ټولو مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوو چې د پرمختللو کرنیزو ماشينونو په برابرولو کې له موږ سره همکاري وکړي.»

سرچینه زیاتوي، په ورته وخت کې افغانستان کې له جرمونو او نشه‌یي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر استازې د کرنې وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړی چې له دغه وزارت سره په همغږۍ خپلې پروژې عملي کوي څو موثریت او اغیزمنتوب یې ډېر شي.

نوموړې د کرنې وزارت او مرستندویو ادارو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک د لاسلیک کېدو د اداري بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د کرنې وزارت سرپرست دوی ته د کاري بهیر له چټکتیا ډاډ ورکړی دی.

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.