کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په لګښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.
سرچینې لیکلي، د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې کړې وې چې له جملې یې د ۱۸ پروژو قراردادونه منظور او د پنځو پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.
سرچینه زیاتوي، منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي چې ټولیز لګښت یې شاوخوا څلور میلیارده افغانیو ته رسېږي.
د سرچینې په حواله، په یادو منظور شوو پروژو کې د میدانوردګ ولایت د چک بند د پاتې چارو بشپړول، له ارغندۍ تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړول، د هرات او تورغونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلو ولټ لین د انسولټرونو چمتو کول، د زابل ولایت له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دویم لین د پاتې چارو بشپړول، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنېټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن