کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د پاکستان او افغانستان د سرحدونو مدیریت کمېټې هوکړه کړې چې د تورخم بندر له لارې د دواړو لورو باروړونکو موټرو د تګ راتګ کچه په ورځ کې له ۶۰۰ څخه ۹۰۰ ته لوړه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تورخم بندر له لارې د باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر ډېرولو هوکړه شوې ده.

هغه وایي چې د افغانستان او پاکستان د سرحدونو مدیريت کمېټې دوه ورځې مخکې دغه پرېکړه کړې ده.

د الکوزي په خبره، تر اوسه د تورخم له لارې د ورځې ۳۰۰ موټر له افغانستانه پاکستان ته ځي او د ورځې ۳۰۰ موټر له پاکستانه افغانستان ته راځي، خو د ګډې کمېټې له تازه پرېکړې سره سم به پر دې دروازې د تلونکو او راتلونکو موټرو شمېر په ټولیز ډول ۹۰۰ ته لوړ شي.

دی یاده پرېکړه ستایي او هیله څرګندوي چې عملي شي.

د پاکستان راډیو هم خبر ورکړی چې یاده هوکړه د پاکستان او افغانستان د سرحدونو مدیریت کمېټې په تورخم کې د یوې غونډې پر مهال کړې ده.