د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه
د ټولګټو وزارت وایي، دا چې دغه وزارت د سالنګ لویې لارې د درېیو برخو رغولو پاتې چارې پیل کړې، له همدې امله یاده لار سر له نن څخه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.
د ټولګټو وزارت وایي، دا چې دغه وزارت د سالنګ لویې لارې د درېیو برخو رغولو پاتې چارې پیل کړې، له همدې امله یاده لار سر له نن څخه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د هغې طرحې تطبیق په عمل کې پیل کړ چې د افغانستان باروړونکو موټرو ته د موقت سند پر اساس اجازه ورکوي چې په سرحدي سیمو کې دغه هېواد ته داخل شي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګرۍ کې لا اسانتیا رامنځته شي.
د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه لاریونوالو په کوږک سیمه کې د سپينبولدک - چمن لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
کابینې د سالنګ لارې د موټرچلوونکو شکایتونو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د دې لارې باروړونکو موټرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د حل مناسبه لاره ورته ولټوي.
د پاکستان او افغانستان د سرحدونو مدیریت کمېټې هوکړه کړې چې د تورخم بندر له لارې د دواړو لورو باروړونکو موټرو د تګ راتګ کچه په ورځ کې له ۶۰۰ څخه ۹۰۰ ته لوړه کړي.
غزني کې د لوړ ټناژ باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او د سړکونو له ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د دغه ولایت د مرکز اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار معياري تله جوړه شوه.
د کندهار د ټرافیکو مدیریت وایي، سر له نن څخه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو لویو باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کندهار ښار ته داخل شي.