ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نږدې یونیم میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې

افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نږدې یونیم میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې

author avatar
6 Feb 2024 - 16:00
افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نږدې یونیم میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې
ارشیف
author avatar
6 Feb 2024 - 16:00

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د یو میلیارد او ۴۸۱ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

دغه څرګندونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده نن په هغه ویډیویي کلېپ کې کړې چې د نوموړي پر اېکس‌پاڼه خپور شوی دی.

جواد ویلي: «الحمدلله د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ۲۰۲۳ کال په لړ کې په عادي ډول دوام درلود چې د یو میلیارد او ۴۸۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي.»

جواد زیاته کړې، له دې ډلې د شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې په صادراتي توکو کې وچه او تازه مېوه، پیاز، کچالو، طبي بوټي، جوس او هینګ شامل دي.

نوموړی وایي، په یاده موده کې افغانستان د یو میلیارد او ۳۸۱ میلیون ډالرو په ارزښت د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردات کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وارداتي توکو کې اوړه، تېل، اوبلن ګاز، غوړي، د فابریکو خام مواد، برېښنا، کیمیاوي کود او سېمنټ شامل دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د روان لمریز کال د زمري په څلورمه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پرورګرام په لړ کې ویلي وو چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالره او د وارداتو کچه شپږ میلیارد او ۷۳۸ میلیون امریکايي ډالره وه.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.