افغان کرکټ ملي لوبډلې روان میلادي کال له ایرلینډ، سوېلي افریقا، بنګلهدېش او زمبابوې لوبډلو څخه درې د یو ورځنیو او دوه د شلاووریزه سیالیو لوبلړۍ ګټلې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره د حشمتالله شهیدي په لوبډلمشرۍ د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
کابل کې د لرګیو پلورونکي وايي، حکومت سوداګرو ته اجازه ورکړې چې له نورو ولایتونو څخه کابل ته د سون لرګي وارد کړي چې له امله یې اوس په بازار کې د ارچې او بلوط لرګیو بیې ټیټې شوې دي.
افغان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو شل اووریزه سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د دغه هېواد په پلازمېنه هرارې کې ترسره کوي.
کابل کې د نهو ولایتونو د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د هاکي ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي اتم پړاو سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
د کابل ښاروالي وایي، له نجات څلي تر چرخآب سیمې پورې د کابل – لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې جوړولو چارې بېرته پیل شوې چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغانستان کې دې د کانونو په استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو پنځوس اووریزه اسیا جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډله نن خپله درېیمه او وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي.
د راپورونو له مخې، د لوېدیځې افریقا په ګینه هېواد کې د فوټبال لوبې پر مهال د نندارچیانو ترمنځ شخړه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
ټاکل شوې سبا د کرکټ له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو پنځوس اوریز اسیا جام سیالۍ په متحده عربي امارتو کې پیل شي چې افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا له بنګلهدېش سره ترسره کړي.
راشدخان د کرکټ نړۍوالې شورا یو ورځنیو لوبو د توپاچونې برخې نړۍواله درجهبندۍ کې لومړی ځای خپل کړ.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د سوکوهنې دوه افغان ورزشکاران د ټایلنډ په کوربهتوب نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.