کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): افغان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو شل اووریزه سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د دغه هېواد په پلازمېنه هرارې کې ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډله به نن د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د درېیو نړۍوالو شل اووریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ د زمبابوې په کوربهتوب په هرارې لوبغالي کې ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د مازیګر په څلور بجو ترسره شي.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د ډسمبر په ۱۳مه او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۴مه له زمبابوې سره ترسره کړي.
د یادونې ده، افغان لوبډله له یادو سیالیو وروسته درې یو ورځنۍ سیالۍ او له هغه وروسته دوه ټېسټ لوبې ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP