د فوټسال نړۍوال جام سیالیو پایلوبه د برازیل او ارجنټاین ترمنځ نن ترسره کېږي.
راپورونه وایي چې په شمالي وزیرستان کې د وسلهوالو په برید کې شپږ پوځيان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وایي چې ګاونډي هېوادونه باید د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره دې لازمې اسانتیاوې برابر کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۴۴۷ زره ډالرو په ارزښت د دوو هوکړهلیکونو د لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې فرسټ کلاس سیالیو کې د پامیر لېجنډز لوبډلې لوبغاړي عثمان نوري د ۳۳۹ منډو په جوړولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.
د فوټبال فدراسیون وایي چې ایرانی میثم اشتیانی یې د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې لپاره د درېیو میاشتو لپاره د روزنکي په توګه وګوماره.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې او بنګلهدېش ترمنځ د نومبر میاشتې په شپږمه د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيلېږي.
د افغانستان د غېږنیونې فدراسیون وایي چې د کابل د ختیځ زون د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال له شلو کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سعودي عربستان سره ترسره کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د یوه الماني شرکت مشر ویلي چې شرکت یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ د ښنګري عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.