کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال له شلو کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سعودي عربستان سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د فوټبال له شلکلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن د کابل پر وخت د شپې نهه نیمې بجې له سعودي عربستان سره لوبه ترسره کوي.
دغه سیالۍ د سعودي عربستان په ابحای ښار کې ترسره کېږي.
دغه راز، د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کمعمره لوبډلې د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو کې له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې چې په لومړۍ سیالۍ کې یې مکایو ته ماتې ورکړه او دویمه لوبه یې استرالیا ته بایللې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن