د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۳ کال په لومړۍ ربع کې د ۱۲۲۱ ښځو په ګډون ۱۵ زره ۷۹۱ کسان په حکومتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له مراکش سره ترسره کړي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، افغان کډوالو د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی نو له همدې امله دې امنیتي او سیاسي اړیکې له کډوالو سره نه تړل کېږي.
د افغانستان لپاره د سعودي عربستان استازي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا پر لور ګړندی مزل وکړي او له افغانانو سره به یې د بشري مرستو لړۍ دوام ولري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیلهمن وزیر تېره شپه په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نن په کندوز ولایت کې د کرکټ اووم پړاو یو ورځنۍ لېسټ اې سیالۍ پیل شوې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په اسلاماباد کې د افغانستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ځنډول شوی دی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له مراکش سره کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې په تېرو شاوخوا دوهنیمو کلونو کې ۱۰ میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت او راجستر شوي دي.
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته ولاړه.
د المپیک ملي کمېټه وایي، دوو افغان سوکوهونکو مجتبی حیدري او فردوس نجیب د اسیا ځوانانو سیالیو کې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.