Language

د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله سبا له قرغیزستان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو په لړ کې افغانستان سبا شپه اته‌نیمې بجې له قرغیزستان سره لوبه ترسره کوي.

همدارنګه د دغو سیالیو په الف ګروپ کې افغانستان، قرغیزستان او تاجکستان او په ب ګروپ کې ایران، ترکمنستان او ازبکستان سره لوبېږي.

د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالۍ د قرغیزستان په جلال‌اباد ښار کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، د هېواد د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه وړمه ورځ قرغیزستان ته تللې ده.