غزني کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د شلو ورزشکارانو ترمنځ د نیزېوهنې سیالۍ پيل شوې.
غزني د ګيرو ولسوالۍ په ديسي سیمه کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
د میدانوردګو حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه وروڼه د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د غزني عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د جک (Jack) روغتیایي موسسې فعاليتونه درولي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ کې یې درې هغه کسان نیولي چې د شپې له مخې به یې د کورونو دروازې ټکولې او خلکو کې یې وېره پیدا کړې وه.
د غزني والي وايي، د افغانۍ دودولو په موخه یې په دغه ولایت کې د هر ډول بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز لګولی دی.
د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د غزني په مرکز کې د یوې کورنۍ اووه غړي د سترګو له نعمته بې برخې دي چې له امله یې له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
په غزني کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي او یوې دیني مدرسې ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني په رشیدانو ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسان پر شدیده تبه اخته شوي دي.