غزنيښار (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۳): په غزني کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي او یوې دیني مدرسې ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.

د غزني د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ د چهارکلا سیمې خلکو د ابو هریره (رض) دینې مدرسې او شهید عبدالغیاث ښوونځي لپاره ځمکه ځانګړې کړې وه.

هغه وویل چې نن د یونیسف نړۍوالې ادارې له لوري د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یاد ښوونځي او مدرسې ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د حسیني په وینا، د دې مدرسې او ښوونځی ودانۍ په اساسي ډول جوړیږي چې د درسي خونو ترڅنګ به ادارې خونې، عصري تشنابونه او د څښاک اوبو سیسټم هم ولري او چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د مقر ولسوالۍ سربېره په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ځینو رغنیزو پروژو چارې پيل شي.

د یادې سیمې یوه قومي مشر حاجي میرزا پژواک ته وویل چې په ټولنه کې له ستونزو د خلاصون یوازېنۍ لار زدهکړې دي.

هغه وویل، د همدې لپاره د سیمې خلکو د یوې مدرسې او یوه ښوونځي لپاره ځمکه ځانګړې کړه څو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.

ده وویل چې د هلکانو ترڅنګ دوی غواړي نجونې یې هم زدهکړې وکړي.

د یادونې ده، درې ورځې مخکې د غزني په رشیدانو ولسوالۍ کې د خلکو د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه مدرسه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.