د غزني حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د خپلوانو له لس کلن بنده ژغورلې ده.
د غزني د صنعت او سوداګرۍ رييس وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو صنعتي پارکونو د ځمکو وېشلو او جوړېدو پر وړاندې عام خلک خنډونه جوړوي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده وسلهوالو په دغه ولایت کې یو ملا امام په ډزو وژلی دی.
د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د مالي ستونزو له امله د ۱۳ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه بند شوي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې سږ کال دغه ولایت ته ۱۴ زره داخلي او بهرني سیلانیان ورغلي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوې نجلۍ یو څلور کلن ماشوم وژلی دی.
د میدانوردګو عامې روغتیا رييس وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۲۹ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او نږدې دوه میلیون کسانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
سيمهییز مسوولین وایي، د غزني مرکز اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
غزني کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «قومونو د همغږي» په نوم غونډه کې د کوچیانو استازو وویل، لا هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
غزني ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۲ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت «سونا حمام» جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.