د ننګرهار امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې له تېرې يوې مياشتې راهیسې د بېلابېلو جرمونو په تور ١٦١ کسان نيول شوي دي.
. . .
د ننګرهار د مستوفيت چارواکي د خپلو عوايدو د لوړېدو خبر ورکوي، خو د جلال اباد ښار هټۍوال بيا له لوړو مالياتو څخه شکايت کوي.
په ننګرهار کې د يو خصوصي مخابراتي شرکت له لوري د ختيځو څلورو ولایتونو ترمنځ د حسن قرائت سيالۍ پيل شوې چې شاوخوا پنځه سوه د قرانکريم حافظانو په کې ګډون کړی دی.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې اوس هم غیر راجستر سیمکارتونه په ښکاره پلورل کېږي چې دغه کار عام خلک اندېښمن کړي دي.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د پسرلي په نږدې کېدو سره د زينتي، ميوه لرونکو او بې ميوو ونو او بوټو پېر او پلور ډېر شوی دی.
د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر ۳۰ کلنه دښمني د جرګې له لارې هواره او پر دوستۍ بدله شوه.
په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه لسګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو د اوسني حکومت په ملاتړ غونډه وکړه او له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له امریکا یې وغوښتل چې له افغانانو سره دې دښمنۍ نه پالي او کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.
د ننګرهار ولايت د صنعت او کانونو خونې مسوولين وایي چې د برېښنا پرچاوۍ او کمښت په دغه ولايت کې د فابريکو کارونه او توليدات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د ننګرهار کرنې رياست له لوري په دغه ولايت کې د (يو نيالګی د ځان لپاره او بل د افغانستان لپاره) تر عنوان لاندې د نيالګيو ایښودلو پسرلنی کمپاين پيل شو.