د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو په يو کلي کې د خراب فعاليت له امله د يوه خصوصي مخابراتي شرکت د يوې پايې فعاليت بند کړی او دروازه يې ورتړلې ده.
په لغمان کې د خيبر نوښت په نوم د يوې خصوصي راډيو مسوولين وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې خپرونې بندې کړې دي.
د ننګرهار اوسېدونکي شکايت چې په دغه ولايت کې د درملو کیفيت ټيټ او نرخونه يې لوړ شوي چې ډېرى وخت درمل ناروغانو ته هيڅ ګټه نه رسوي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت مختلفو ولسواليو کې د يو شمېر خيريه بنسټونونو له لارې له ۱۳۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
په افغانستان کې د پاکستان سفير ننګرهار ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له سوداګرو سره په ليدنه کې ټينګار کړی چې تورخم او نورو سوداګریزو لارو کې بايد د سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې شي.
په ننګرهار کې د صنايعو او کانونو خونې له خوا نن د يو خصوصي پوهنتون په همکارۍ د کورنيو توليداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ټولګټو چارو رياست له خوا د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د يوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د کليو د پراختیا او بيارغونې رياست مسوولین وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام په مالي مرسته له جلال اباده دور بابا ولسوالۍ ته غځېدلی سړک د ترميم چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايتي ادارې په دغه ولايت کې د غلا، اختطاف او نورو پېښو د مخنيوي په موخه پرېکړه وکړه چې په دغه ولايت کې به د دولتي چارواکو او عامو خلکو د موټرو تورې ښيښې پاکوي.
جلال اباد (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې له ۲۰۷۳ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه. په
د پاکستان له مختلفو زندانونو ازاد شوي ۲۳ تنه افغانان په تورخم کې افغان لوري ته وسپارل شول.
په ننګرهار کې لسګونو معلولينو د يوه لاریون په ترڅ کې د امريکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.