د ختيځ زون د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيد الله محمدي وويل چې د جلال آباد ښار په اتمه ناحيه کې يې دوه داعش وسله وال نيولي دي.
ننګرهار کې د «مثبت بدلون» ټولنې له لوري د يو شمېر بهر مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ، له ۶۰۰ بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د یو شمېر هغو ولسواليو کروندګر چې وړمه ورځ يې فصلونه او باغونه باران او ږلۍ ځپلي، غوښتنه کوي چې د کرنې رياست دې ورسره مرسته وکړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ پوليسو د ۴۱ قلمه تاريخي، نيمه تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
له پاکستانه پر تورخم دروازه را اوښتونکي مسافر شکايت کوي چې پاکستاني لوري ورته د پيسو له ورکړې پرته خپل هېواد ته د را اوښتو اجازه نه ورکوي.
جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): امنيتي مسوولين وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د عملياتو پر مهال له ملکي او حکومتي کسانو
جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون محصلينو د کورنيو توليداتو دوه ورځنی نندارتون
د کرنې سرپرست وزير وايي، په تورخم ښارګوټي کې د حيواني او کرنیزو توکو د څار او پلټنې د قرنطين مرکز جوړولو کارونه يې بياځلي پيل کړي چې ډېر ژر به فعال شي.
د ننګرهار برښنا رياست مسوولين وايي چې جلال اباد ښار کې يې د برېښنا د لګښت له امله د زرو پوروړو د برېښنا مزې پرې کړې دي.
د ننګرهار ځیني خلک او د جلال اباد- تورخم لويې لارې موټر چلوونکي شکايت کوي چې د دې لارې د تنګوالي له امله ډېرى وخت ترافيکې پېښې رامنځته کېږي.
د ننګرهار د استخباراتو رياست له لوري په جلال اباد ښار کې د وسله والو غلو دوه ډلې نيول شوې چې يوې یې د طالبانو له نومه په ګټې اخيستو د خلکو کورونه لوټلي دي.
د کرنې سرپرست وزير ننګرهار ته په سفر کې ويلي چې په دغه ولايت کې له غصبه د دولتي ځمکو راګرځولو او د شاړو دولتي ځمکو ابادولو هڅې يې چټکې کړې دي.