جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): امنيتي مسوولين وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د عملياتو پر مهال له ملکي او حکومتي کسانو ۱۲زره ميله وسلې او ۳۵۰۰ دولتي موټر ترلاسه کړي دي.
د چارواکو په خبره، دا وسلې او وسايط د تېر نظام د سقوط په ورځو کې خلکو له نظامي ځايونو وړي وو چې تر کشفي راپورونو وروسته بېرته ترلاسه شوي دي.
له کابله د ختيځ زون ٢١٠ سېلاب قول اردو ته د تللي پلاوي يوه غړي مولوي سعيدالله رضوان وويل چې امنيتي منسوبينو په تېرو څلورو مياشتو کې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۱۲زره میله وسلې او ۳۵۰۰ بېلابېل ډول دولتي وسایط راټول کړي دي.
دی زياتوي: ((له تحول وروسته رييس الوزرا ټولو وزارتونو ته حکم صادر کړ چې خپل ټول وسايط، اسلحې او نور څېزونه ثبت کړي چې موږ په دې برخه کې د دفاع وزارت له اړخه کار کړی او ولس هم له موږ سره همکاري کړې ده.))
login or register a new account.