منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د کورنيو توليداتو دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون محصلينو د کورنيو توليداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.

دوی وايي، له دې چارې يې موخه کورنيو توليداتو ته د خلکو پام وراړول او د توليدوونکو شرکتونو هڅونه ده.

دغه نندارتون چې په ۳۰ غرفو کې يې کورني توليدات نندارې اېښودل شوي، نن (د کب ۲۱مه) د جلال اباد ښار التقوا د لوړو زده کړو موسسې په انګړ کې پرانيستل شو چې سبا به هم د خلکو پر مخ پرانيستی وي.

د دې موسسې رييس خوشال جواد وايي چې د نظري زده کړو ترڅنګ يې محصلینو ته په راتلونکي کې د دندو پر مهال د اسنتیاوو او پر خپل ځان د باوري کېدو په موخه د عملي زده کړو دا بهیر هم پیل کړی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د يادې موسسې د دې چارې د ستاېنې او د ملاتړ ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ياد نندارتون کې هغه محصلین چې خپل تولیدي توکي يې نندارې ته ايښي، د عملي زده کړو او افغاني توکو ته د بازار موندنې په برخه کې دغه ډول اقدامات ګټور بولي.

د اقتصاد پوهنځي يوې محصلې نجمې وويل چې په دغه نندارتون کې يې د کار کولو او ځان ته د دندې پيدا کولو جرئت پيدا کړ.

يو بل محصل اسدالله هم وويل چې دا ډول نندارتونه کورنيو توليداتو ته د خلکو د پام اړولو او د کورني توليدوونکو شرکتونو مالکان هڅوي چې توليدات زيات کړي.

د يادونې ده، دوه اوونۍ وړاندې هم په جلال اباد ښار کې د يو بل خصوصي پوهنتون محصلينو ورته نندارتون جوړ کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد