ژبه

ننګرهار کې سيلاب او ږلۍ ځپلي کروندګر د مرستو غوښتنه کوي

جلال اباد(پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د یو شمېر هغو ولسواليو کروندګر چې وړمه ورځ يې فصلونه او باغونه باران او ږلۍ ځپلي، غوښتنه کوي چې د کرنې رياست دې ورسره مرسته وکړي.

دوی وايي، وروستیو اورښتونو او ږلۍ نه یوازې په کروندو کې ولاړ فصلونه يې چې نيم کال خواري پرې کړې وه، له منځه وړي؛ د مېوو باغونه يې هم زيانمن کړي دي.

د معلوماتو له مخې د تېرې جمعې په ورځ د ننګرهار لعلپورې، کامې، هسکې مېنې، بټي کوټ او يو شمېر نورو ولسواليو کې تېز باران، ږلۍ او سيلۍ کروندګرو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

په لعلپورې ولسوالۍ کې د ږلۍ او توپان له امله دوه کسان مړه او يو ټپی شوی او کرهنېزې ځمکې يې هم خرابې کړې دي.

د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني نن ( ۲۹کب) پژواک اژانس ته وويل چې دغې ږلۍ او توپان په لعلپورې ولسوالۍ کې پر ۵ زره او ۱۵۰ جريبه ځمکه او کامې ولسوالۍ کې پر ۶زره هکتاره ځمکه ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.

دی وايي، دغه راز ږلۍ، باران، توپان او سيلابونو هسکې مېنې، بټي کوټ او ځينو نورو ولسواليو کې هم کروندګرو ته مالي زيانونه اړولي او په سلګونه جريبه ځمکه ولاړ فصلونه يې له منځه وړي چې دوی يې لا هم دقيق ارقام نه دي راټول کړي.

بلخوا کروندګر غوښتنه کوي چې دوی سره دې مرستې وشي څو اوښتي زيانونه يې جبران او دوی بېرته نور فصلونه وکري.

د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور سيمې يو کروندګر اول ګل وايي، په ځمکه کې يې کرلي غنم ټول له منځه تللي او اوس دومره توان نه لري چې بېرته پرې  غنم او يا نورو څه وکري.

دی وايي: ((حکومت دې موږ سره مرستې وکړي چې بېرته خپل فصلونه وکرو، زما د نيم کال خواري وه، په اوبو لاهو شوه نور مې وسه نشته چې بيا تخمونه واخلم او بيا پرې ځمکه اباده کړم.))

دغه راز د کامې ولسوالۍ يو کروندګر سخي داد چې د غنمو پر فصل سربېره يې تېزې ږلۍ په باغ کې ولاړ د املوکو ونې هم زيانمنې کړي؛ غوښتنه يې دا ده چې حکومت دې د دوی لاسنيوی وکړي.

د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي چې د سروې په بشپړېدو سره به يو شمېر موسساتو سره وغږېږي چې له يادو کروندګرو سره مرستې وکړي.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې لعلپورې ولسوالۍ کې يې له يو شمېر هغو کروندګرو سره نغدي مرستې کړي چې باران او ږلۍ يې فصلونه خراب کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند د يو شمېر مسئولينو په ملتيا لعلپورې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د وروستيو اورښتونو له امله د دوو مړو شویو او ټپي شوې مېرمنې کورنيو غړو سره نغدي مرسته کړې ده.

نوموړي په ياده ولسوالۍ کې د وروستيو اورښتونو له امله زيانمنې سيمې وليدې او د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې رييس ته سپارښتنه وکړه چې له اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې وکړي.