په ننګرهار کې د جاپان له PMS موسسې سره د يو ميلیون او ۷ سوه زره ډالرو په مالي ارزښت د درې پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژاندو وسله والو کسانو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.
امنيتي مسوولين وايي چې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالي کې يوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د يو ښوونځي مخې ته پر زده کوونکو چاودنه شوې چې له امله يې د اووه زده کوونکو په ګډون اته کسان وژل شوي او درې نور زده کوونکي ټپيان شوي دي.
په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لوا له لوري تازه روزل شوي سرحدي سرتېري په ننګرهار او کونړ کې د ډيورنډ پر کرښه نوو جوړېدونکو لسګونو پوستو کې ځای پرځای کېږي.
په ننګرهار کې د استخباراتو رياست له لوري د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د انسان تښتونکو يوه څلور کسيزه ډله نيول شوې ده.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار کب پلورنکي وايي چې د وروستيو ورښتونو له امله د کبانو د پلور بازار ګرم شوی، خو عام خلک بيا د کبانو د نرخونو له لوړوالي شکايت کوي.
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د اورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې يوه ښځه مړه شوې او پنځه نور کسان ټپيان دي.
د لغمان چارواکي وايي چې د دغه ولايت د استخباراتو رييس مولوي الفت هاشمي په يوه ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په ننګرهار کې د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي فابريکه لرونکي وايي چې د دغه ښارګوټي د برېښنا او سړک ستونزه لا هم نه ده هواره شوې او له ستونزو سره مخ دي.
چارواکي وايي، د کابل- جلال اباد پر لويه لار درې ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جلال اباد (پژواک، ١٣ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو کروندګر وايي چې سږ کال د کم اورښت له امله یې په ځينو