ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د شپږو ولسوالیو خلک د اوبو کمښت او وچکالۍ ته اندېښمن دي

د ننګرهار د شپږو ولسوالیو خلک د اوبو کمښت او وچکالۍ ته اندېښمن دي

author avatar
3 Jan 2022 - 12:17
د ننګرهار د شپږو ولسوالیو خلک د اوبو کمښت او وچکالۍ ته اندېښمن دي
author avatar
3 Jan 2022 - 12:17

جلال اباد (پژواک، ١٣ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو کروندګر وايي چې سږ کال د کم اورښت له امله یې په ځينو ځمکو کې د غنمو او نور کښت نه دی شوی.

ننګرهار چې ډېرې ولسوالۍ يې روانې اوبه نه لري او کروندګر يې د سپين غره له لمنو بهېدونکو اوبو ته په تمه فصلونه کري، وايي، سږ کال وچکالي ډېره ده او دغه اوبه هم تر اوسه نه دي وررسېدلي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي هم وايي چې سږ کال د ننګرهار شپږ ولسوالۍ د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو کروندګر الله محمد پژواک اژانس ته وویل، وچکالي نه یوازې د غنمو فصلونه ته زیان اړولی، بلکې د دې ترڅنګ یې په زیاتو ولسوالیو کې د مېوو جوړ شوي باغونه هم د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې خلکو یې پر للمي ځمکو غنم او د دې وخت نور فصلونه کرل، سږ کال يې نه دي کرلي او لامل یې روانه وچکالي ده.))

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ یوه کروندګر شاکرالله هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، که چېرې د کرنې ریاست د اوبو ستونزه حل نه کړي، نو وېره شته چې ډېری خلک به د قحطۍ له ګواښ سره مخ شي.

د نوموړي په خبره، د ښو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره اړينه ده چې کروندو ته وخت پر وخت اوبه او کیمیاوي سره ورکړل شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د کروندګرو ستونزې مني او وایي، که سږ کال پر خپل وخت بارانونه ونه شي، وچکالي به کروندګر نور هم وځپي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د باغدارۍ برخې مسوول محمد اکرم دلګیر پژواک اژانس ته وویل، سږ کال د ننګرهار شپږ ولسوالۍ د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله له سخت ګواښ سره مخ دي.

نوموړی اندېښنه لري، که پر وخت کروندو ته اوبه ونه رسېږي، نو حاصلات به یې هم د تېرو کلونو په پرتله کم رنګه وي.

دلګیر زیاتوي: ((سږ کال د ننګرهار شپږ ولسوالۍ، ګوشته، چپرهار، لعلپوره، کوز کونړ، سره رود او روداتو ولسوالۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي او د ماشین په وسیله د اوبو راایستل  هم سخت دي؛ ځکه تېل قیمته دي او خلک ورته زړه نه ښه کوي، نو که پر خپل وخت کافي اندازه اوبه ونه رسېږي، نو حاصلات به یې کم وي.))

د کرنې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي که حکومت د کروندګرو ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، شته وچکالي به د کروندګرو لپاره سختې بدې پایلې ولري او دوام به یې د ټولو افغانانو پر زیان وي.

Visits: 162

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.