کابل (پژواک): رویټرز د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د ګوند ماتې ښايي ایران په خپلو اقداماتو او دریځ کې لا زړور کړي، خو ورته مهال ټرمپ اوس تر بل هر وخت ډېر غواړي چې له ایران سره د سولې هوکړې ته ورسېږي
د راپور له مخې، د خلیج حکومتونو له لیدلوري دوو باخبره سرچینو ویلي چې ټرمپ تر بل هر وخت ډېر له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدو انګېزه لري او له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د بل پراخ پوځي برید احتمال کم شوی دی.
راپور کې همدارنګه راغلي: «خو که ایران د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې د دغه هېواد د کمزورۍ نښه وګڼي، ښايي پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شي او په دې ټاکنو کې د ټرمپ ماتې ښايي ایران په خپلو اقداماتو او دریځ کې لا زړور کړي.»
رويټرز د اماراتو د پالیسۍ مرکز یوه غړي له قوله لیکلي، خو ورته مهال که تهران دې پایلې ته ورسېږي چې ټرمپ یوې یوې رښتینې هوکړې ته اړتیا لري، ښايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره مناسب فرصت رامنځته شي.
راپور کې همدارنګه راغلي چې منځمهاله ټاکنو کې امریکايي رایهورکوونکو له ایران سره له جګړې خپله ستړیا وښوده او د سونتوکو د بیو د پام وړ لوړېدل یې د دغې جګړې پایله وبلله.
سرچینې زیاته کړې، منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراټانو بریا ښايي پر ایران، غزه او لبنان د اسرائیلو پر پوځي عملیاتو د کانګرېس څارنه زیاته کړي او په ورته وخت کې، اسراییلو ته د امریکا اوږدمهاله ملاتړ، چې پوځي مرستې او د وسلو پلور هم په کې شامل دي، له ګواښ سره مخ کړي.
رویترز همدارنګه لیکلي چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو دغه پایلې ښايي د سوداګریزو تعرفو په برخه کې هم د ټرمپ واک محدود کړي.
د یادونې وړ ده چې امریکا ډیموکراټ ګوند د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګې د ډېری څوکیو په ګټلو سره بریا خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې دیموکراټانو د امریکا د استازو جرګي او سنا دواړو مجلسونو کنټرول له جمهوريغوښتونکي ګوند څخه ترلاسه کړ.










