کابل (پژواک) – د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ویلي چې له ایران سره جګړه د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې اصلي لامل و او د ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ګڼ شمېر رایهورکوونکو چې د ځینو لاملونو له مخې یې د جمهوري غوښتونکو له ګوند مخ اړولی، په دغو ټاکنو کې ډیموکراټانو ته رایې ورکړې دي.
ونس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د جمهوري غوښتونکو د ماتې اصلي ستونزه د دغه ګوند د پلویانو د ګډون کموالی نه و، بلکې د ټرمپ د پخوانیو رایهورکوونکو له ډلې د پام وړ شمېر کسانو د ډیموکراټانو ملاتړ کړی دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر د یوې ټولپوښتنې له مخې ویلي، د جمهوري غوښتونکو ګوند مخکینیو پلویانو په عمومي توګه د هغوی د څلورو غوښتنو نه پوره کېدو له امله له دې ګوند څخه مخ اړولی دی.
هغه څرګنده کړې چې دغو غوښتنو کې له ایران سره د جګړې پای ته رسول، د ژوند لګښتونو او انفلاسیون ته پاملرنه، د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکول او له اسراییلو سره د امریکا په اړیکو کې بدلون و چې نه دي منل شوې.
نوموړي د جمهوري غوښتونکو د اقتصادي پیغامونو پر کمزورتیا هم اعتراف کړی، خو ټینګار یې کړی چې په ټاکنو کې د ماتې اصلي لامل له ایران سره جګړه وه.
هغه زیاته کړې چې په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ د ګوند د ماتې په اړه هره صادقانه ارزونه باید له ایران سره د جګړې د پایلو له څېړلو پیل شي.










